کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کانونو او پټروليم وزارت د نږدې ۳۳.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو کانونو د استخراج تړونونه لاسليک کړي

د کانونو او پټروليم وزارت وياند پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه وزارت له دوو شرکتونو سره د ياقوتو او باريتو د کانونو د استخراج تړونونه لاسليک کړي دي.   د ده په خبره، جګدلک د ياقوتو کان چې ۶.۸۹۵ کيلو متره مربع مساحت لري د ۲۷.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت او همدارنګه د هرات ولايت د باريتو کان چې په ۵.۷۵ کيلو متره…

2024-05-11 21:00 90۲ دقیقې لوستل
د کانونو او پټروليم وزارت د نږدې ۳۳.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو کانونو د استخراج تړونونه لاسليک کړي

د کانونو او پټروليم وزارت وياند پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه وزارت له دوو شرکتونو سره د ياقوتو او باريتو د کانونو د استخراج تړونونه لاسليک کړي دي.

 

د ده په خبره، جګدلک د ياقوتو کان چې ۶.۸۹۵ کيلو متره مربع مساحت لري د ۲۷.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت او همدارنګه د هرات ولايت د باريتو کان چې په ۵.۷۵ کيلو متره مربع مساحت لري د ۵ ميليونه ۹۹۰ زره او ۴۴۴ امريکايي ډالرو په ارزښت له دو شرکتونو سره لاسليک شوي دي.

 

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ويلي، د دغه کانونو د استخراج چارې به د پنځلسو کلونو په موده کې له قانون سره سمې مخې ته ځي.

 

ده همداراز ويلي، د استخراج شويو توکو د پروسس ټولې چارې بايد د هېواد په داخل کې وشي او که چېرته ياد شرکتونه تخلف وکړي، نو قرارداد به ورسره لغوه کړي.

 

سرچينه زياتوي، د جګدلک له کان څخه به ۴۴ سلنه او د باريتو له کان څخه به ۵۰ سلنه پروسس شوي توکي د سرپرست حکومت وي.

 

د سرچينې په خبره، د يادو کانونو د استخراج پر مهال به سلګونو تنو هېوادوالو او نويو راغلو کډوالو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب