کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کاکړ څرګندونو ته د مجاهد غبرګون؛ پاکستان کې د نا‌امنۍ مسوولين مونږ نه يو

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د پاکستان سرپرست لومړي وزير انورالحق کاکړ څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې افغانان او اسلامي امارت په پاکستان کې د رامنځته کېدونکو امنيتي پېښو او نا آمنۍ مسوولين نه دي. هغه زياتوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او دوی بايد په دې اړه هېڅ اند…

2023-09-13 23:19 117۲ دقیقې لوستل
د کاکړ څرګندونو ته د مجاهد غبرګون؛ پاکستان کې د نا‌امنۍ مسوولين مونږ نه يو

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د پاکستان سرپرست لومړي وزير انورالحق کاکړ څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې افغانان او اسلامي امارت په پاکستان کې د رامنځته کېدونکو امنيتي پېښو او نا آمنۍ مسوولين نه دي.

هغه زياتوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او دوی بايد په دې اړه هېڅ اندېښنه و نه لري.

مجاهد وايي، چې افغانستان په خپله ټوله جغرافيه بشپړ حاکميت لري..

د پاکستان د سرپرست حکومت لومړي وزير، انورالحق کاکړ د سپتمبر په ۳یمه د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، پاکستان کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي ادعا کړې وه.

هغه ويلي وو، چې ځينې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له امریکا پاتې شویو وسلو او مهماتو ته لاسرسی لري او د پاکستان په شمول يې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړی دی.

 له مجاهد وړاندې د امريکا د ملي امنیت شورا وياند جان کربي هم د کاکړ دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی وو.

هغه ويلي وو، چي امریکا په افغانستان کې هیڅ ډول وسلې نه دي پرېښې او د پاکستان د سرپرست لومړي وزير څرګندونې بې ځايه دي.

په وروستيو کې د افغان پاکستاني چارواکو تر منځ ناندرۍ زياتې شوي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د ناامنيو پړه پر افغانستان اچوي؛ خو افغان چارواکو همېشه په دې مسايلو که له دخالت انکار کوي او وايي، چې د پاکستان د حکومت ضد ډلې افغانستان کې حضور نه لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب