کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کراچۍ له زندانه ۸۹ افغانان خوشې شوي

د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د ۶ ماشومانو په شمول ۸۹ افغانان د سند ايالت له زندانه خوشې شوي او هېواد ته راليږل شوي دي. يادې قونسلګري پخپلې اکسپاڼه ليکي، ۲۷۹ نور کسان لا هم د سند په زندانونو کې دي چې د خوشې کولو هڅې یې روانې دي. هممهاله، په کراچۍ کې د افغانستان قونسل جنرال سيد عبدالجبار تخاري په ويډي…

2024-01-04 20:20 114۱ دقیقې لوستل
د کراچۍ له زندانه ۸۹ افغانان خوشې شوي

د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د ۶ ماشومانو په شمول ۸۹ افغانان د سند ايالت له زندانه خوشې شوي او هېواد ته راليږل شوي دي.

يادې قونسلګري پخپلې اکسپاڼه ليکي، ۲۷۹ نور کسان لا هم د سند په زندانونو کې دي چې د خوشې کولو هڅې یې روانې دي.

هممهاله، په کراچۍ کې د افغانستان قونسل جنرال سيد عبدالجبار تخاري په ويډيويي پيغام کې ويلي، ۱۳ مياشتې شوې چې د مديحه او مروه په نومونو دوه نجونې د عبدالستار ايدهي په روزنتون کې ژوند تيروي.

هغه د دغه نجونو له وارثینو غوښتي ترڅو قونسلګري ته د هغوی د ورکړې په پار مراجعه وکړي‌.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب