کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کراچۍ پوليسو وروستيو ۱۵ ورځو کې له ۹۰۰ ډېر افغان کډوال نيولي دي

د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، په وروستیو ۱۵ ورځو کې له ۹۰۰ ډېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي. هغه زياتوي، په نیول شويو کسانو کې يو شمېر داسې کسان هم شته، چې په دې هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد له ځان سره لري. تخاري وايي، د پاکستاني پوليسو له لوري د افغانانو د نيولو…

2023-09-24 13:47 88۲ دقیقې لوستل
د کراچۍ پوليسو وروستيو ۱۵ ورځو کې له ۹۰۰ ډېر افغان کډوال نيولي دي

د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، په وروستیو ۱۵ ورځو کې له ۹۰۰ ډېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

هغه زياتوي، په نیول شويو کسانو کې يو شمېر داسې کسان هم شته، چې په دې هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد له ځان سره لري.

تخاري وايي، د پاکستاني پوليسو له لوري د افغانانو د نيولو لړۍ اوس هم روانه ده.

نوموړی د پاکستان له حکومت غواړي، چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دې ژر تر ژره بنده کړي او نيول شوي کډوال دې هم خوشې کړي.

د تخاري په وينا، کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ په هڅو له نیول شويو ۹۰۰ افغانانو څخه یې ۲۰۰ بېرته خوشې شوي دي.

د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نيولو لړۍ وروسته له هغې چټکه شوه، چې د دې هېواد سرپرست لومړي وزير د غیر قانوني کډوالو د نيولو امر وکړ.

د پاکستان لومړي وزير انورالحق کاکړ وویل، هغه افغانان چې اسناد نه لري له نيولو وروسته به بېرته خپل هېواد ته انتقال کړای شي.

د پاکستان د حکومت له لوري د افغانانو نيول کېدو ته د افغانستان اوسني حکومت هم غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیرالله خيرخواه د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوي سره د کتنې پر مهال ویلي، چې له افغان کډوالو سره بايد ناوړه چلند بس او د نیولو لړۍ یې ودرول شي.

خيرخواه زياته کړې، له هغه څه باید ډډه وشي چې د دواړو هیوادو پر اړیکو منفي تأثیرات کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب