کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): د افغانستان حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال صدر اعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته د خپل سفر په اوږدو کې د دې هېواد د همکارۍ او همغږۍ ادارې "ټیکا" له لوی ریئس عبدالله ایرن سره لیدلي دي.
صدر اعظم عثماني د ټیکا له ریئس سره د لیدلو پر مهال ویلي، افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې غټ ظرفیتونه لري او د دې ظرفیتونو په سمې کارونې سره افغانستان کولای شي، چې د خوړو برخه کې پر ځان بساینه کې مهم رول ولوبوي او د هېواد اقتصادي پر مختګ کې برخه واخلي.
عثماني ویلي، د کرنې وزارت چمتو دی، چې د ترکیې له همکاریو او تجربو په ګټه اخیستنې سره د کرنې او مالدارۍ بېلابېلو برخو کې عملي او دوامداره پروژې په کار واچوي.
دې لیدنه د ټیکا لوی ریئس له افغانستانه یاد هېواد ته د تللي پلاوي هرکلی کړی، هېواد کې یې د زلزلې ناورین په اړه خواشیني څرګنده کړې او د دې ناورین د قربانیانو لپاره یې دعا کړې ده.
ارین همدارنګه د خپلې ادارې له لوري افغانستان کې د کرنې برخه کې د خپلو همکاریو د ډېرولو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
صدراعظم عثماني په اخر کې د ټیکا ادارې د همکاریو دوام د افغانستان د کرنې سکتور لپاره خورا مهم بللی او د یادې ادارې له همکاریو یې مننه کړې ده.




