د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د دغه وزارت سرپرست وزير په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رييس ريچارډ ترانچارډ او د دغې ادارې د مرستو د جلبولو له رييس الکساندر جانس سره ليدلي.
دوی په دغه ليدنه کې د کرنې په پراختيا، د ځنګلونو د ساتنې، طبعي سرچینو، د کرنيزو تخمونو وېش، د ځنګلونو اقتصادي کول، د کرنې عصري کول او همداراز د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د معياري کولو په اړه خبرې کړي.
د ياد وزارت سرپرست وزير د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له ادارې مننه کړې چې له افغانانو سره يې مرسته کړې.
سرپرست وزير همداراز ويلي، داسې طرحې يې جوړې کړي چې په پلي کولو سره به يې د هېواد ښځو او نارينه وو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
ده د دغه طرحو په تطبیق کې د نړيوالو مرستندويه موسسو همکاري اړینه بللې.
نوموړي همداراز ويلي، راتلونکی کال به د هېواد کليو او بانډو ته عصري کرنه ولېږدوي ترڅو خلکو ته له دې لارې د کار کولو زمينه برابره شي.
ورته مهال الکساندر او ريچارد په دغه ليدنه کې په افغانستان کې د اړمنو سره د مرستې په اړه د نړيوالو ادارو د ژمنو په اړه خبرې کړي.
دوی همداراز ويلي، په افغانستان کې امنيت دی او اداره به يې له بزګرانو او مالدارانو سره مرستې وکړي.




