کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د‌ کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

د اوبو او انرژي وزارت وايي، په نيمروز کې د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي چې ډېر ژر به بشپړې شي. د ياد وزارت وياند ويلي، دغه بند د ۵۲ ميليون مکعب متره اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې په بشپړېدو سره به یې شپږ میګا واټه برېښنا هم توليد کړلی شي. د کرنې وزارت هم په هېواد کې د بندونو جوړول د کرنيزو حاصلاتو پ…

2024-04-19 20:06 116۱ دقیقې لوستل
د‌ کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

د اوبو او انرژي وزارت وايي، په نيمروز کې د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي چې ډېر ژر به بشپړې شي.

د ياد وزارت وياند ويلي، دغه بند د ۵۲ ميليون مکعب متره اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې په بشپړېدو سره به یې شپږ میګا واټه برېښنا هم توليد کړلی شي.

د کرنې وزارت هم په هېواد کې د بندونو جوړول د کرنيزو حاصلاتو په برخه کې مهم ګڼي او دغه چاره د وچکالي د مخنيوي ښه عامل بولي.

د يادونې ده چې د وروستيو ورښتونو له امله د هېواد ډېری بندونه له اوبو ډک شوي او د اوبو انرژي وزارت د معلوماتو له مخې چې په هېواد کې د برېښنا د توليد کچه‌‌ هم ډېره شوې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب