د کندهار ارزګان د لويې لارې سرک چې ۲۰۹ کيلو متره اوږدوالی لري د قیر اچونې چارې پیل شوې
د ياد سړک د پرانستې په مراسمو کې د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر، د ټولګټو چارو سرپرست وزير ملا عیسی ثاني او نورو ګڼ شمېر چارواکو ګډون کړی وو.
دغه سرک د کندهار له ارغنداب څخه پیل په خاکرېز، نېش او دهراود ولسوالیو کې تر تېرېدو وروسته ارزګان ترينکوټ ته رسيږي.
دغه سرک د هېواد سويلي ولايتونه له شمالي ولایتونو سره نښلوي.
د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال د ياد سړک د پرانستې د مراسمو پر مهال ويلي، اوسمهال په هېواد کې ګڼې رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي، چې په جوړېدو سره به يې ولس ته د پام وړ اسانتياوې برابرې شي.
په دغه سرک به شاوخوا ۱۵۰ مليونه ډالر لګښت راشي، چې زر تنو ته به پکې د کار کولو زمينه هم برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د شمال لويې لارې سالنګ د سرک رغېدو چارې هم ۸۰ سلنه پای ته رسېدلي.




