عامې روغتيا وزارت وايي، د کندهار ولایت عینو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د سيټي سکن ماشين خدمات او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
روغتيا وزارت په يوې اعلامیه کې ويلي، چې د دغو ماشينو په فعالولو ۲۵۰ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی دی.
اعلاميه زياتوي، چې دا ماشينونه د یوې مياشتې په موده کې فعاله شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ماشينو د فعالولو ټول لګښت د حکومت له داخلي بودجې ورکړل شوی دی.
د روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحاق وویل چې د سيټي سکن د خدماتو ترڅنګ د (ایم،آر،آی) او (التراساونډ) په ګډون د دریو واړو ماشینونو لګښت د عامي روغتیا وزارت لخوا ورکول شوی دی.




