کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کندهار ولایت مقام دې ولایت کې د ملي اردو د يوه پخواني افسر وژل کېدل تائيد کړل

د کندهار ولایت مقام په یوه اعلامیه کې د وضاحت په توګه وايي، د خليل احمد اخلاقي په نوم د ملي اردو يو پخواني افسر د تېرې پنجشنبې (د سپتمر۱۴مه) ماسخوتن مهال په زخمي حالت کې د عينو مينې پر شپږم سړک پيدا کړی دی. اعلامیه زياتوي، دا کس په چړو وهل شوی وو او د سختو ټپونو له امله يې خبرې هم نه شوې کولای. اعلامیه کې راغلي: &laquo…

2023-09-19 13:31 129۲ دقیقې لوستل
د کندهار ولایت مقام دې ولایت کې د ملي اردو د يوه پخواني افسر وژل کېدل تائيد کړل

د کندهار ولایت مقام په یوه اعلامیه کې د وضاحت په توګه وايي، د خليل احمد اخلاقي په نوم د ملي اردو يو پخواني افسر د تېرې پنجشنبې (د سپتمر۱۴مه) ماسخوتن مهال په زخمي حالت کې د عينو مينې پر شپږم سړک پيدا کړی دی.

اعلامیه زياتوي، دا کس په چړو وهل شوی وو او د سختو ټپونو له امله يې خبرې هم نه شوې کولای.

اعلامیه کې راغلي: «د عینو مېني پر شپږم سړک په سخت ټپي حالت کي پروت وو، په چړو وهل شوی وو او یو بایسکل هم ور سره ولاړ وو. نوموړي د سختو ټپونو له امله خبري نسوای کولای؛ خو یوازي او یوازي یې په لاسونو اشارې کولې، چي تر هغه وروسته د «مجاهدینو» لخوا ژر تر ژره میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شو؛ خو له بده مرغه هلته یې ساه ورکړه.»

سرچينه وايي، چې د نوموړي تر مړينې وروسته امنيتي ځواکاونو سيمه محاصره او تفتيش کړه، چې لا هم د پېښې د عاملينو د پيداکېدو هڅې روانې دي.

د کندهار ولایت مقام وايي، د دوی لومړنۍ موندې ښايي چې د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزه وه.

څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسينو کې د دغه افسر د مړينې خبر خپور شوی وو. ځينو سرچينو ليکلي وو، چې دا کس د ځايي امنيتي کسانو له لوري وژل شوی دی.

خو د کندهار ولايتي چارواکو اوس دا ادعا رد کړه.

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته وخت ناوخت، ځینو ولایتونو کې په مرموزه توګه د پخواني نظاميانو د مرګ خبرونه خپرېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب