د کورنيو چارو وزارت سرپرست، سراج الدين حقاني پنجشېر کې يوې ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې افغانستان کې نور د جګړې لپاره هېڅ دليل او بهانه نه ده پاتې.
هغه زياته کړې، چې د اوسني نظام پر ضد د بهانو لټول هېڅ مشروعيت نه لري.
د پنجشېر ولایت مقام په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې ښاغلي حقاني د اوسني حکومت له ټولو مخالفينو وغوښتل، چې بېرته هېواد ته راوګرځي.
هغه د اوسني حکومت مخالفينو ته په اشارې ويلي، چې اوس افغانان پوه شوي، چې دوی د خپلو شخصي موخو لپاره کارول شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويلي، د پنجشېر اوسېدونکي هم د نورو افغانانو په څېر حقوق لري او اوسنی حکومت د پنجشېر د خلکو د ټولو حقونو ته ژمن دی.
نوموړي زياته کړې، چې د پنجشېر اوسېدونکي خپلو مشرانو ته وفادار وو او له همدې امله یې ډېر زيانونه ليدلي دي؛ خو وايي دوی اوس پوهېږي، چې د شخصی موخو لپاره کارول کېدل.
د اسلامي امارت د بيا ځلې واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني پنجشېر ولایت ته سفر کوي.
هغه تر دې مخکې د هېواد يو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي.




