د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وایي، جاپان له افغانانو سره تل مرسته او خواخوږي لرلې او دا روحیه یې د سفیرانو په ښه ماموریت کې منعکسه وي.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي حقاني د جاپان پخواني او نوي سفر سره کتلي دي.
حقاني په دې کتنه کې ويلي، د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره جاپان کولای شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول و لوبوي.
د جاپان پخواني سفير تاکاشي اوکادا خلیفه صاحب ته هرات کې د رامنځته شوې وروستۍ پېښې په اړه خواخوږي وښوده او د دې پېښې د قربانیانو لاسنیوي په موخه یې د ٤ میلیونه ډالرو مرستې راټولولو ژمنه وکړه.
نوموړي افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د وضعیت، مثبتو غبرګونونو او لاسته راوړنو یادونه هم کړې ده.
هغه افغانستان کې امنیتي وضعیت ستایلی او په وینا یې د کندهار او بامیان په ګډون یې د افغانستان ګوټ – ګوټ ته پرته له کومې وېرې او ستونزې سفر کړی دی.
سراج الدين حقاني نوي ټاکل شوي سفیر ته ښه راغلاست ويلی او د چارو په ترسره کولو کې یې د بریالیتوب هیله ورته کړې ده.




