کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کورنيو چارو وزارت مرستيال: داسې مدرسو کې روزل شوي يو، د انسانانو څه؛ ان د حيواناتو حقونه پېژنو

د کورنيو چارو وزارت مرستيال، محمد نبي عمري وايي بهر مېشتي افغانان دې مونږ ته د ښځو حقونه نه رايادوي ځکه په داسې مدرسو کې روزل شوي يو، چې د انسانانو حقونه خو څه؛ ان د حيواناتو حقونه‌ پيژنو. هغه پکتيا ولايت کې د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې وايي، چې یو شمېر بهر مېشت سیاسیون له اوسني حکومت سره د مذاکرې غوښتنه کوي،…

2023-10-01 10:17 232۳ دقیقې لوستل
د کورنيو چارو وزارت مرستيال: داسې مدرسو کې روزل شوي يو، د انسانانو څه؛ ان د حيواناتو حقونه پېژنو

د کورنيو چارو وزارت مرستيال، محمد نبي عمري وايي بهر مېشتي افغانان دې مونږ ته د ښځو حقونه نه رايادوي ځکه په داسې مدرسو کې روزل شوي يو، چې د انسانانو حقونه خو څه؛ ان د حيواناتو حقونه‌ پيژنو.

هغه پکتيا ولايت کې د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې وايي، چې یو شمېر بهر مېشت سیاسیون له اوسني حکومت سره د مذاکرې غوښتنه کوي، خو پر وينا يې هیڅ داسې موضوع نشته چې د مذاکراتي مېز په اجنډا کې پرې خبرې وشي.

محمد نبي عمري زیاتوي چې په هیواد کې بشپړ اسلامي نظام رامينځته، سرتاسري امنيت تامين او د ټولو حقونه خوندي دي، خو په خبره يې که سیاسیون د ډموکراسۍ په څېر موضوعاتو پر سر مذاکره کوي اسلامي امارت يې دا د وخت ضايع بولي ځکه تېر شل کاله يې د له مينځه وړلو په پار وسله واله مبارزه کړې ده.

عمري وويل؛ «« هغه کسان چې په ترکيه، ايران ، ترکيه او نورو بهرنيو هيوادونو ته تللي هغوی ته وايم افغانستان فتح او ازاد شوی، وطن جوړ دی او د امن کور جوړ شوی، که شخصي جرم مو کړی وي محکمه به پرېکړه کوي، که په تير نظام کې وې زموږ امير المومينين ټولو ته عفوه کړې ده نور له اختلافاتو ډډه وکړي او هيواد ته دې راستانه شي، موږ ته دې د ښځو حقونه نه رايادوي ځکه په داسې مدرسو کې روزل شوي يو، چې د انسانانو حقونه خو پرېږده د حيواناتو حقونه‌پيژنوو.»»

د پکتیا ولايت یو شمېر قومي مشران بیا په افغانستان کې د شته اختلافونو پر له مينځه وړلو ټینګار کوي او له بهر میشتو سیاسیونو غواړي چې بېرته هیواد ته راستانه شي.

قومي مشر حاجي نعمت وويل: « په افغانستان کې نور بايد هيڅ ډول اختلاف موجود نه وي هغه افغانان چې بهرنيو هيوادونو ته تللي زموږ وروڼه دي او بېرته دې خپل کور افغانستان ته راستانه شي او ازاد ژوند دې وکړي.»

پکتيا کې يو بل قومي مشر حاجي سليم بيا پر اسلامي امارت غږ کوي، چې د بهر ميشتو بېرته هيواد ته په راستنيدو کې هڅې وکړي.
نوموړي وويل: «د اسلامي امارت غيږه بايد ډيره پراخه وي زموږ هغه سياسي يا نور وروڼه چې بهر ته تللي د بېرته راستنېدو لپاره يې بايد هر ډول ممکنه هڅه وشي او دلته يې د ټولو حقونو د ورکړې برخه کې له نورو افغانانو سره هيڅ راز توپير و نه شي.»

د اوسني حکومت ډیری مشران په غونډه او عامو مجلسونو ډير کله پر بهر میشتو افغانانو غږ کوي، چې هيواد ته راستانه شي او په دې اړه يې د تماس کميسيون هم رامينځته کړی، چې هيواد ته بهر ميشتو سياسي مشرانو او نورو افغانانو د راستنېدو برخه کې هڅه کوي، چې شمير کسان هم د دې کمیسیون له لارې هيواد راستانه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب