کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کورنيو چارو وزارت مرستيال: د شر په سیاست باور نلرو؛ څه ډول امنيت چې ځان ته غواړو نورو ته يې هم غواړو

د کورنيو چارو وزارت مرستيال کابل کې د پاکستان هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرستيال محمد خرم اغا په مشري راغلي پلاوي سره ليدلي دي.   د ياد وزارت وياند عبدالمتين قانع پر خپله اېکس پاڼه په يوه ليکلي بيان کې ويلي، مرستيال وزير دغه سفر د ستونزو د حل او اړيکو د پراختيا په برخه کې اغېزناک بللی دی.   نوموړي امنيت د سي…

2024-05-30 07:25 168۱ دقیقې لوستل
د کورنيو چارو وزارت مرستيال: د شر په سیاست باور نلرو؛ څه ډول امنيت چې ځان ته غواړو نورو ته يې هم غواړو

د کورنيو چارو وزارت مرستيال کابل کې د پاکستان هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرستيال محمد خرم اغا په مشري راغلي پلاوي سره ليدلي دي.

 

د ياد وزارت وياند عبدالمتين قانع پر خپله اېکس پاڼه په يوه ليکلي بيان کې ويلي، مرستيال وزير دغه سفر د ستونزو د حل او اړيکو د پراختيا په برخه کې اغېزناک بللی دی.

 

نوموړي امنيت د سيمې لپاره ګټور بللی او د موجوده ستونزو د حل هيله يې څرګنده کړې ده.

 

نوموړي دغه راز ويلي، هېواد يې د شر په سیاست باور نلري او د سیمې امنيت د ځان او ټولو په خير ګڼو.

 

ده همداراز ويلي، اجازه ورکوي چې خاوره يې د نورو پر ضد وکارول شي.

 

په همدې حال کې د پاکستان هيواد د کورنيو چارو وزارت مرستيال له فرضي کرښې هاخوا د بشام ترهګريزې پېښې په اړه خبرې کړي او له افغان لوري يې د امنيت په برخه کې د همکاري هيله څرګنده کړې ده.

 

خرم اغا داسې مهال افغانستان ته راځي چې په دې وروستيو کې څو ځلي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په صفري نقطعو کې وسلوالې نښتې شوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب