کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان او چین له استازو سره لیدلي

د کورنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاکستان له استازي "محمد صادق" او د چین له استازي"یوي شیایونګ" سره لیدلي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. سراج الدین حقاني په دغه لیدنه کې ویلي چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه ییز تفاهم یو بل ته د در…

2025-05-11 22:35 24۲ دقیقې لوستل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان او چین له استازو سره لیدلي

د کورنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاکستان له استازي "محمد صادق" او د چین له استازي"یوي شیایونګ" سره لیدلي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

سراج الدین حقاني په دغه لیدنه کې ویلي چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه ییز تفاهم یو بل ته د درناوي کولو له لارې رامنځته کېږي.

پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې ددغه هېوادونو د استازو ترمنځ په ناسته کې د پنځمې درې اړخیزې ناستې د موضوعاتو د څارلو، د شپږمې ناستې د چمتووالي او د افغانستان، چین او پاکستان هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه جوړه شوې وه.

په دغه لیدنه کې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز ویلي دې چې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا سیمه ییز تفاهم د متقابل درناوي په لرلو سره رامنځته کېدلی شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو هېوادونو ځانګړو استازو پرون ورځ هم د هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کړې وه او د ښه ګاونډیتوب پر اساس یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب