کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د عربستان له شارژدافیر سره کتلي

کورنیو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه خبر ورکړی چې د یاد وزارت سرپرست وزیر کابل کې د سعودي عربستان له شارژدافیر فیصل البقمي سره کتلي دي.   سرپرست وزیر په دې لیدنه کې هغه ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ په چارو کې د ښه والي هیله کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.   د…

2025-01-14 04:39 431۱ دقیقې لوستل
د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د عربستان له شارژدافیر سره کتلي

کورنیو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه خبر ورکړی چې د یاد وزارت سرپرست وزیر کابل کې د سعودي عربستان له شارژدافیر فیصل البقمي سره کتلي دي.

 

سرپرست وزیر په دې لیدنه کې هغه ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ په چارو کې د ښه والي هیله کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.

 

د عربستان شارژدافیر له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراختیا ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ګډو اسلامي او فرهنګې ارزښتونو پر بنسټ د همکارۍ پر دوام تاکید کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب