د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو سره د مبارزې له ریئس سره په لیدنه کې د نشه یې توکو پر ځای د بدیل کښت او د روږدو وګړو د درملنې په برخه کې د یادې ادارې د ملاتړ ډېرولو غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت نن ورځ " یکشنبه، د جولای ۱۳مه" د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې معین؛ عبدالحق اخند همکار د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر له ریئس او په افغانستان کې د یاد دفتر له ریئس پولیک اوک سره لیدنه کړې ده.
همکار د دې ادارې له مسوولانو د بدیل کښت، د روږدو وګړو د درملنې او په نورو ټولو برخو کې د ملاتړ د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر پلاوي د دوئ د هڅو ستاینه کړې او خپلو همکاریو ته د دوام ورکولو ژمنه یې ورسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، ټول هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق منع ګرځېدلی او دغه راز ټول هېواد کې د نشه يي توکو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین هم روان دی.




