سرپرست حکومت د کونړ د مرورې ولسوالۍ نوم د دغې ولسوالي د علماوو او مشرانو په غوښتنې منورې ته بدل کړ .
کورنيو چارو وزارت وایي، دغه وزارت په وړانديز او د ریاستالوزراء د یو حکم له لارې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالي پښتو نوم یې عربي منورې ته واړوو.
ياد وزارت ويلي چي د مرورې نوم ناسمه معنی درلوده ځکه یې ورته د بدلېدو پریکړه وکړه.
سرچینې لیکلي: «د نوم ایښودنه د هر اداري واحد د ولسونو حق دی چې د سیمې اوسېدونکي یې پرې خوشحاله، راضي او سوکاله ژوند ولري.»
ورته مهال ارګ ددی وړانديز په منلو سره زياته کړې چي د دې ولسوالي راتلونکي ټول سندونه به د منورې په نوم او پخواني سندونه به له خپل تاريخ سره سم په پخواني نوم د اعتبار وړ وي او بدلون ته اړتيا نه لري.
د کونړ د مرورې ولسوالي نوم منورې ته بدل شو
سرپرست حکومت د کونړ د مرورې ولسوالۍ نوم د دغې ولسوالي د علماوو او مشرانو په غوښتنې منورې ته بدل کړ .کورنيو چارو وزارت وایي، دغه وزارت په وړانديز او د ریاست‌الوزراء د یو حکم له لارې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالي پښتو نوم یې عربي منورې ته واړوو.ياد وزارت ويلي چي د مرورې نوم ناسمه معنی درلوده ځ…




