کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کونړ د څوکۍ ولسوالي ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ هکتاره ځنګل سوځېدلی دی

د کونړ ځایي مسولین وایي، د څوکۍ ولسوالي اړوند د دیوه‌ګل درې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل یې سوځولی دی. د کونړ ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان وویل: «وړمه ورځ د څوکۍ ولسوالي اړوند دیوه‌ګل درې لام‌کنده سیمې د نښترو په یوه ځنګ…

2025-05-24 03:57 184۱ دقیقې لوستل
د کونړ د څوکۍ ولسوالي ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ هکتاره ځنګل سوځېدلی دی

د کونړ ځایي مسولین وایي، د څوکۍ ولسوالي اړوند د دیوه‌ګل درې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

د کونړ ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان وویل: «وړمه ورځ د څوکۍ ولسوالي اړوند دیوه‌ګل درې لام‌کنده سیمې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې تر دې دمه یې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی دی.»

هغه وویل، په ځنګل کې د اور د لګېدو لامل نه دی معلوم خو په خبره یې چې ډېر کله دغه ډول پېښې هلته د شپونکیانو د بې‌غورۍ له امله رامنځته کیږي.

د نوموړي په خبره، ولسي خلک او حکومتي مسوولین سیمې ته رسیدلي او اور یې په درېیمه ورځ مهار کړی دی.

هغه وویل: «سیمه ډیره لرې ده، هلته مخابراتي شبکې کار نه کوي، زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې د ولسي خلکو او حکومتي مسولینو له لوري اوسمهال اور مهار شوی دی.»

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د کونړ په یو شمېر نورو سیمو کې د نښترو په ځنګلونو کې اورلګېدنې رامنځته شوې چې له امله یې لسګونه هکټاره ځنګلونه سوځیدلي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب