کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت: د څه باندې درې ميليونه افغان کډوالو د لېږد لړۍ پيلوو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، هغه کډوال چې هېواد ته راغلي او غواړي بېرته خپلو سیمو ته لاړ شي دوی يې لېږدوي. دغه وزارت ويلي، د کډوالو شمېر تر درې ميليون رسيږي چې له جملې یې ۸۰زره کورنۍ چمتو دي، چې خپلو سیمو ته ستانه شي. وايي، تر ۴۳ زره ډېرو کورنيو بيا فورمونه هم ترلاسه کړي. خبر پاڼه ز…

2024-01-25 19:06 114۱ دقیقې لوستل
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت: د څه باندې درې ميليونه افغان کډوالو د لېږد لړۍ پيلوو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، هغه کډوال چې هېواد ته راغلي او غواړي بېرته خپلو سیمو ته لاړ شي دوی يې لېږدوي.

دغه وزارت ويلي، د کډوالو شمېر تر درې ميليون رسيږي چې له جملې یې ۸۰زره کورنۍ چمتو دي، چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

وايي، تر ۴۳ زره ډېرو کورنيو بيا فورمونه هم ترلاسه کړي.

خبر پاڼه زياتوي، يوازې کابل کې اته زره کورنۍ چمتو دي چې خپلو سیمو ته لاړ شي.

وروسته له هغه چې د تېر ميلادي کال په وروستيو کې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو اعلان وکړ په زرګونه کورنۍ د تورخم او سپين بولدک له لارې افغانستان ته راغلې.

هغه وخت د ډېری کورنۍ د ترانسپورت او هوایي او دفاع وزارت لخوا خپلو سیمو ته لېږدول کېدې.

سرپرست حکومت او ګڼو خیریه بنسټونو راستنېدونکو کډوالو ته د اوسېدو کمپونه، صحي خدمات او د زدکړو ټولګي هم جوړ کړل.

اوسمهال هم ګڼ راستانه شوي کډوال د تورخم او سپين بولدک سربېره په ولايتونو کې جوړ شويو کمپونو کې اوسيږي چې د کډوالو وزارت يې خپلو سیمو ته د لېږد خبره کړې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب