د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو سرپرست وزير په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړيوال خونديتوب له مشرې شوکوشيموزاوا سره ليدلي.
نوموړي ويلي، په تېر يوه کال کې له يو مليون څخه ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي او په خبره يې چې دوی ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي په دغه ليدنه کې د کډوالو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.
په ورته وخت کې شوکو ويلي، له پاکستاني لوري سره يې د افغان کډوالو ستونزې شريکې کړي او ترې غوښتې يې دي، چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره ښه چلند وکړئ.
د يادونې ده، چې پاکستان څه موده وړاندې اعلان وکړ ټول هغه کډوال چې غیر قانوني په دغه هېواد کې مېشت دي له خپلې خاورې باسي.
هغه مهال په دغه هېواد کې له ميليون ډېر افغانان اوسېدل چې اکثر يې غیر قانوني مېشت وو.
پاکستان د کډوالو د ایستلو له اعلان سره سم زرګونه افغانان خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ کړل.




