کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کډوالو سرپرست وزير: افغانستان سره د شویو بهرنيو مرستو ګټوره پایله نه تر سترګو کېږي

د‌ کډوالو چارو سرپرست وزير، خليل الرحمن حقاني وايي، له افغانستان سره مرستې ډیرې کيږي خو کومه ګټوره پايله يې نه تر سترګو کيږي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرکزي اسيا لپاره د اروپايي اتحاديې د پراختيايي مرستو مشرې، سارا او د اروپايي اتحاديې د سفيرې مرستيال لوډو…

2023-10-25 04:04 90۲ دقیقې لوستل
د کډوالو سرپرست وزير: افغانستان سره د شویو بهرنيو مرستو ګټوره پایله نه تر سترګو کېږي

د‌ کډوالو چارو سرپرست وزير، خليل الرحمن حقاني وايي، له افغانستان سره مرستې ډیرې کيږي خو کومه ګټوره پايله يې نه تر سترګو کيږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرکزي اسيا لپاره د اروپايي اتحاديې د پراختيايي مرستو مشرې، سارا او د اروپايي اتحاديې د سفيرې مرستيال لوډويک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني سره ليدلي.

دوی په دغه ليدنه کې په هرات کې د وروستيو زلزلو او له امله يې د زيانمن شويو خلکو لپاره د بشري مرستو په هکله خبري کړي.

د خبر پاڼې په خبره، اروپايي اتحاديې د هرات د زلزله ځپلو لپاره، څلورنيم مليونه يورو مرسته اعلان کړې او همدا راز يې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کډوالو نړيوال سازمان سره د ۱۵مليونه يورو هوکړه ليک هم لاسليک کړی.

 د کډوالو چارو سرپرست وزير ويلي، له افغانستان سره ډیرې مرستې اعلانيږي، چې په خبره يې پايله يې ډېره ګټوره نه وي.

هغه د دغه کار لامل د مؤسساتو بې ځايه لګښتونه او بې ضرورته پروژې يادې کړي.

خبر پانه زياتوي، د کډوالو چارو وزیر له دوی وغوښتل تر څو کډوالو ته دايمي سرپناه، کلينيکونه، ښوونځي او نورې بنسټيزي پروژې عملي کړي.

د خبرپاڼې په حواله، ياد وزارت په ۲۸ ولايتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي لري، چې ورته د لومړنيو اسانتياوو د چمتو کولو اړتيا ده.

د کډوالو وزير له مرستندويه هېوادونو او بنسټونو غوښتي، ترڅو په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي‌.

دغه ليدنه داسې مهال کيږي، چې دوه ورځې وړاندې د کډوالو وزير په سپين بولدک کې د نويو راستنو شويو کډوالو لپاره د يو لوی کمپ د جوړیدو خبر ورکړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب