د کډوالو چارو وزارت سرپرست د کډوالۍ نړيوالې ورځې په لمانځ غونډه کې ويلي، ځيني کوربه هېوادونه د نړيوالو او قوانينو خلاف له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.
نوموړي له نړيوالو سازمانونو غوښتي چې د دغه ناوړه چلند د مخنيوي هڅی وکړي.
ورته مهال د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال د افغان کډوالو او په غ.زه کې د جنګ د ختمولو لپاره هڅی نمايشي بللي.
نوموړي د يادې ورځې په لمانځ غونډه کې ويلي، نړيوال د افغان کډوالو او غ.زې کې د روان قتل عام مخه ونيسي او د نمايشي ناستو پر ځای دې عمل وکړي.
نوموړي د نړيوالو دغه چلند دوه مخی او د تاسف وړ بللی.




