د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنري له استازي عرفات جمال سره په ليدنه کې ويلي، نړۍوال بنسټونه دې خپل اداري لګښتونه کم او ډېره پاملرنه دې د اړمنو په ستونزو وکړي.
ده همداراز زياته کړې، مرستندويه بنسټونه دې د کار په بدل کې له خلکو سره مرستې وکړي.
وړاندې ليکل شوي، ياد وزارت د کډوالو د راتلو، مېشتېدو او دايمي ادغام لپاره پنځه کلن ستراتيژيک پلان هم لري.
د يادونې وړ ده چې د کډوالو وزير تر دې وړاندې هم ټينګار کړی وو چې مرستندويه بنسټونه دې له افغانانو سره د کار په بدل کې مرستې وکړي.




