کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کډوالي نړیوال سازمان افغانستان کې له سېلاب ځپلیو سره د غیر خوراکي توکو مرستې کړي

د کډوالي نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان کې یې له ۲۳۰۰ کورنیو سره چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي وو، د غیر خوراکي توکو مرستې کړي دي. سرچینې لیکلي، په دغه مرستو کې خېمې او نور توکي شامل دي. دغه مرستې داسې مهال کیږي، چې هېواد کې ورستیو ورښتونو او سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته مالي زیانونه واړول. پېښو پر وړاندې د مبارز…

2026-04-15 07:07 78۱ دقیقې لوستل
د کډوالي نړیوال سازمان افغانستان کې له سېلاب ځپلیو سره د غیر خوراکي توکو مرستې کړي

د کډوالي نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان کې یې له ۲۳۰۰ کورنیو سره چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي وو، د غیر خوراکي توکو مرستې کړي دي.

سرچینې لیکلي، په دغه مرستو کې خېمې او نور توکي شامل دي.

دغه مرستې داسې مهال کیږي، چې هېواد کې ورستیو ورښتونو او سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته مالي زیانونه واړول.

پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، یادو سېلابونو کې شاوخوا ۱۸۰ نفره مړه شوي دي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د چین سرې مياشتې ټولنې هم هېواد کې له سېلاب ځپلیو سره ۱۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته وکړه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب