د پاکستان ايکسپرېس تربيون ورځپاڼې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په حواله ليکلي، چې د روان ميلادي کال د جون تر مياشتې، پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میليونه تنو ته رسېدلی وو.
دغه سازمان ویلي چې له دې ډلې ۱،۳ میلیونه یې په رسمي ډول ثبت شوي دي.
یونسیار زیاته کړې، چې افغانستان کې يواځې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.
د دغه سازمان موندنې ښيي چې اوسمهال زرګونه غیر راجستر افغانې کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.
د یونسيار راپور زياتوي، ۶۸.۸ سلنه افغانان د پاکستان په ښاري يا نيمه ښاري سيمو او ۳۱.۲ سلنه نور يې د دې هېواد په ۵۴ مختلفو کليوالي سيمو کې ژوند کوي.
د دې کمېشنرۍ ویاند، قیصر خان افريدي ویلي چې پر نویو کډوالو سربېره ۱،۳ میلیونه کډوالو د پاکستاني دولت لخوا د پېژندنې کارتونه ترلاسه کړي دي.
د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې د ټولو هغو افغان کډوالو د نيولو اعلان وکړ، چې دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.




