کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د یو چینایي شرکت مشر: د مس‌عينک کان کيندلو کې به تاريخي اثارو ته پام کوو

د اطلاعات او فرهنګ وزارت وايي، د چين حکومت له لوري د لوګر د مس‌عينک کان د کېندلو چارې پېلېږي. دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د عتیق الله عزيزي او د چينايي شرکت مشر سونګ ون بېنګ چې د مس عينک کان د کېندلو نوی قراردي دی، د ناستې خبر ورکړی دی. دغه چينايي مشر ټينګار کړی چې د مس عينک کان تاريخي اثار يوازې د افغانستان…

2024-03-21 22:07 100۱ دقیقې لوستل
د یو چینایي شرکت مشر: د مس‌عينک کان کيندلو کې به تاريخي اثارو ته پام کوو

د اطلاعات او فرهنګ وزارت وايي، د چين حکومت له لوري د لوګر د مس‌عينک کان د کېندلو چارې پېلېږي.

دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د عتیق الله عزيزي او د چينايي شرکت مشر سونګ ون بېنګ چې د مس عينک کان د کېندلو نوی قراردي دی، د ناستې خبر ورکړی دی.

دغه چينايي مشر ټينګار کړی چې د مس عينک کان تاريخي اثار يوازې د افغانستان نه بلکې د ټول بشریت شتمني ده او په‌خپلې کاري ساحه کې به د تاريخي اثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه ويلي، د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ د مس‌عينک معادن د طرحې په عملي کولو کار کوي؛ ترڅو تاريخي اثارو ته زيان ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت ۱۴۰۰ کال کې خبر ورکړی و چې د مس‌عينک کان د ۶,۸ ميليارده مترمکعب د کېندلو چارې پېلېږي او دغه قرارداد يو له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده چې افغانستان یې له چين سره لري.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب