د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینه به د روان کال د جوزا میاشتې په اوومه پیل شي.
د ازموينو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې سږنۍ ازموينه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کیږي او د سرطان میاشت تر ٢٠ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
هغه زياته کړه چې د سږني ازموينې ژبې پښتو، دري، عربي او انګريزي دي.
حقاني ټینګار کړی چې د سږني کال ازموینې پوښتنې د پوهنې وزارت د شته نصاب پر بنسټ چمتو شوي دي.
خو هغه په دې ازموينه کې د نجونو د شتون په اړه څه ونه ويل.
په همدې حال کې د ازموینو د ملي بورډ تخنیکي سلاکار یما امان وايي، د ۱۴۰۴ کانکور ازموینې لومړی پړاو به په میدان وردګو، پروان، پنجشیر، پکتیکا، غور، دایکندي، لوګر، کاپیسا، غزني، بغلان او بامیان ولایتونو کې پیل شي.




