د لوړو زده کړو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي، د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت د میدان وردګو ولایت د لوړو زدهکړو موسسې د احاطې دېوال چارې پيل شوې.
خبرپاڼه زياتوي، د احاطې دغه دېوال به په ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې جوړ شي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې دېوال د جوړېدو ټول لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د دې دېوال د پرانېستې په چارو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نداء محمد نديم هم ګډون کړی دی.
د سرچينې په وینا، نداء محمد نديم دې ولایت کې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل،: «د دې ټولنې هر وګړی مسؤوليت لري چې د هېواد مشرانو د حکمونو د اطاعت تر څنګ د هېواد د دښمانو مغرضو تبليغاتو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله ديني وجیبه ادا کړي او د هېواد پراختیا او پرمختګ په برخه کې هڅې وکړي.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزير تېره اونۍ د هېواد شمال او شمال ختيځ زون ته د يوه سفر په ترڅ کې د يادو زونونو د تحصيلي بنسټونو ١٤ پروژې پرانيستې او ١٥ نورې يې منظور کړې.




