کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت د خواف هرات رېل پټلۍ د څلورمې قطعې‌ د دويم فاز چارې پیليږي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، د دغه معاونيت د سرپرست په شتون کې‌ د خواف _ هرات رېل پټلۍ د څلورمې قطعې د جوړېدو تړون پرون مازيګر لاسليک شو. ياد تړون د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې او ګاما ګروپ ترمنځ لاسليک شوی. دغه رېل پټلۍ ۴۷ کيلو متره اوږدوالی لري چې په جوړېدو به يې ۵۳ ميليونه ډالره لګښت راشي. د دغې پروژې چارې به…

2024-03-29 01:46 4۱ دقیقې لوستل
د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت د خواف هرات رېل پټلۍ د څلورمې قطعې‌ د دويم فاز چارې پیليږي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، د دغه معاونيت د سرپرست په شتون کې‌ د خواف _ هرات رېل پټلۍ د څلورمې قطعې د جوړېدو تړون پرون مازيګر لاسليک شو.

ياد تړون د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې او ګاما ګروپ ترمنځ لاسليک شوی.

دغه رېل پټلۍ ۴۷ کيلو متره اوږدوالی لري چې په جوړېدو به يې ۵۳ ميليونه ډالره لګښت راشي.

د دغې پروژې چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

ياده پروژه چې چې د هرات د اوسپنې پټلۍ د لويې پروژې وروستۍ برخه ده چې د دغه ولايت له رباط پريان څخه پيل د هرات هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي ته رسيږي.

دغه پروژه به افغانستان د ايران له مهمو سمندري بندرونو سره ونښلوي.

 د سرچينې د مالوماتو له مخې دغه پروژه به د ترکيې د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان د منځنۍ او سويلي آسیا ترمنځ هم د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د دغې پروژې له جوړېدو وروسته به په فراه، نيمروز، هلمند وو کندهار کې هم د اوسپنې پټلۍ جوړېدو ته زمينه مساعده شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب