کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ۶۵ میلیونه ډالرو په لګښت د هېواد د حلقوي سړک د ارملک لامان برخې رغنیزې چارې بشپړې شوې

خبريال: فرمان الله زبيرزی  د ټولګټو وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د ارملک – لامان سړک پروژه چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه او ستراتیژیکه برخه جوړوي، په بشپړ ډول پای ته رسېدلې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده.   نوموړی زیاتوي، دا سړک د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ څخه پیل کېږي او د بادغی…

2025-12-12 02:28 177۲ دقیقې لوستل
د ۶۵ میلیونه ډالرو په لګښت د هېواد د حلقوي سړک د ارملک لامان برخې رغنیزې چارې بشپړې شوې

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د ټولګټو وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د ارملک – لامان سړک پروژه چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه او ستراتیژیکه برخه جوړوي، په بشپړ ډول پای ته رسېدلې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده. 

 نوموړی زیاتوي، دا سړک د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ څخه پیل کېږي او د بادغیس ولایت تر لامان سیمې پورې رسيږي، چې ۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري.

حق‌شناس پر وینا چې د دې سړک د جوړولو لومړنی قرارداد د ۶۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت شوی و، چې ترې د دوو برخو ۴۱ کیلومتره ټوټه د ۶۰.۸ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړه شوې، چې پاتې ۱۱ کیلومتره برخه د ا.ا.ا تر حاکمیت وروسته د ۳.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت له «سندریلا» ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره تمدید شوې وه، چې اوس یې رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره د حلقوي سړک یوه مهمه او برخه بشپړه شوه چې له د تګ راتګ اسانتیاوې د لېږد رالېږد لګښتونه او د سفر وخت به ورسره کم شي او د ځایي سوداګرو لپاره به لا ډېری اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د سر چینې پر وینا د دغه سړک له جوړولو سره به د هرات، بادغیس او فاریاب د اوسېدونکو لپاره تګ - راتګ په برخه کې اسانتیاوو رامنځته شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب