د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي، د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د ۶ مهمو پروژو تړون يې د عوفي بهرام د کانونو را ایستلو او پروسس سوداګریز شرکت سره لاسلیک کړ.
دغو ۶ پروژو کې له خواجه الوان دښتې تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د پاتو چارو بشپړول، د ارغندۍ سب سټیشن د پاتو چارو بشپړول، په تره خېلو سیمه کې د نوي سب سټیشن جوړول، د ۲۳ کیلو مترو په اوږدوالي سره د چمتلې سب سټيشن څخه تر تره خېل سب سټیشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ د لېږد مزي پلي کول ، د ارغندۍ- کابل سب سټیشن پراختیا او په بت خاک کې د نوي سب سټیشن جوړل شامل دي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو پلي کول په هېواد کې د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې اړین او ارزښتناک بللي او ويلي يې دي، دغه وزارت ژمن دی چې په راتلونکي کې د اوبو او انرژي په سکتور کې لا ډېرې پروژې پلي کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژو په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته زر میګاواټه نوره برېښنا وارد شي، چې ورسره به د کابل او ګاونډیو ولایتونو د برېښنا د کموالي ستونزې لویه برخه هواره شي.




