د بهرنیو چارو وزارت درېيم سياسي مرستيال ذاکر جلالي پر اېکس ليکلي، د امريکا له متحده ايالاتو سره يې اړيکې نوي پړاو ته داخل شوي دي.
هغه ويلي، اوس مهال له دغه هېواد سره په اړيکو کې کوم خنډ نه ويني او امريکا بايد د کندهار هوايي ډګر او د هلمند کجکي بند د جوړولو پر مهال له پامه ونهغورځول شي.
جلالي د دوحې تړون ته په اشارې ويلي، دواړو لورو کې د عملي کارونو وړتیا شته او دواړه هېوادونه بايد د شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.
جلالي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر ليدلي وو او دواړو د امريکا او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو ټينګار کړی وو.




