کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ذبيح الله مجاهد: پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د منلو نه دی

د سرپرست حکومت ویاند، ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د منلو نه دی. هغه پر اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې پاکستانی لوری بايد په دې اړه خپل پلان باندې له سره غور وکړي. هغه زياته کړې، چې افغان مهاجرين د پاکستان په امنيتي ستونزو کې لاس نه لري. مجاهد وايي، تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه…

2023-10-03 23:16 71۲ دقیقې لوستل
ذبيح الله مجاهد: پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د منلو نه دی

د سرپرست حکومت ویاند، ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د منلو نه دی.

هغه پر اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې پاکستانی لوری بايد په دې اړه خپل پلان باندې له سره غور وکړي. هغه زياته کړې، چې افغان مهاجرين د پاکستان په امنيتي ستونزو کې لاس نه لري.

مجاهد وايي، تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، ترهغو باید هغه هیواد زغم وکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو موقت وزير، سرفراز بوګټي تېره ورځ يوه خبري ناسته کې ټینګار کړی چې دې هېواد کې په ناقانونه توګه مېشتو ټولو افغان‌کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړل شوی څو له پاکستانه ووځي.

سرفراز بوګټي زياته کړې، چې که له اسنادو پرته کډوال له پاکستانه ونه وځي، د دغه هېواد حکومت به يې تر پيژندنې وروسته وباسي.

هغه ټینګار وکړ چې هیڅ بهرني اتباع ته اجازه نه ورکول کیږي چې له قانوني ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته داخل شي.

نوموړي همدا راز ادعا وکړه، چې د جنوري میاشتې راهيسې پاکستان کې د شويو ۲۴ ځانمرګو بریدونو له جملې یې ۱۴ افغانانو کړي دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تېره ورځ اعلان وکړي، چې پاکستاني پوليسو د افغانانو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده. دوی ويلي، چې يواځې په اسلام کې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو په ګډون شاوخوا زر کسان نيول شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب