کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ذ.م: اسلام اباد دې خپلې ستونزې پخپله حل کړي

 د حکومت وياند ذ.م له يوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې ويلي، د پاکستان حکومت بايد خپلې کورنۍ ستونزې خپله حل کړي او د دغه ستونزو مسوول یې د افغانستان حکومت نه دی. ذبيح الله مجاهد ويلي، نه غواړي چې د پاکستاني طالبانو د تحريک او پاکستان حکومت ترمنځ د مذاکراتو زمينه برابره کړي. نوموړي زياته کړې، افغانستان په هيڅ صورت د پاکس…

2025-10-23 06:27 528۲ دقیقې لوستل
ذ.م: اسلام اباد دې خپلې ستونزې پخپله حل کړي

 د حکومت وياند ذ.م له يوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې ويلي، د پاکستان حکومت بايد خپلې کورنۍ ستونزې خپله حل کړي او د دغه ستونزو مسوول یې د افغانستان حکومت نه دی.

ذبيح الله مجاهد ويلي، نه غواړي چې د پاکستاني طالبانو د تحريک او پاکستان حکومت ترمنځ د مذاکراتو زمينه برابره کړي.

نوموړي زياته کړې، افغانستان په هيڅ صورت د پاکستان د امنيتي ستونزو مسوول نه‌دی.

مجاهد زياته کړې، هېواد یې نه د کومې ډلې ملاتړ کوي او نه خپل هېواد کې د پنا ورکولو زمينه برابروي.

مجاهد همداراز ويلي، هند سره د افغانستان پیاوړې کېدونکې اړیکې د پاکستان په زيان نه دي.

هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند ته په اشارې ويلي، د دغه مذاکراتو دويم پړاو به ترکيه کې وشي چې پکې به د اوربند د هوکړې د ورستي کولو خبرې هم وشي.

نوموړي دغه راز ويلي، پاکستان افغانستان ته هغومره اړتيا لري، لکه څنګه چې يې افغانستان پاکستان ته لري‌‌.

نوموړي پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي، ويلي: ځيني خلک شته چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا خنډ ګرځي.

د يادونې وړ ده چې اسلام اباد تل کابل د خپلو مخالفو ډلو په ملاټړ تورن کړی، هغه چې اسلامي امارت يې په پرلپسې توګه ردوي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب