کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ذ.م: افغانستان کې هیڅ وسله‌والې ډلې ته د فعاليت اجازه نشته

د حکومت وياند ذ.م له يوې رسنۍ سره خبري خبرو کې ويلي، افغانستان کې هیڅ کومه وسله‌واله ډله فعاليت نه‌لري. نوموړي ويلي، د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې، نه يوازې ټي‌ټي‌پي، بلکې هېڅ کومه وسله‌واله ډله افغانستان کې د فعاليت اجازه نه‌لري. نوموړی دغه څرګندونې وروسته له ه…

2025-11-01 02:26 178۱ دقیقې لوستل
ذ.م: افغانستان کې هیڅ وسله‌والې ډلې ته د فعاليت اجازه نشته

د حکومت وياند ذ.م له يوې رسنۍ سره خبري خبرو کې ويلي، افغانستان کې هیڅ کومه وسله‌واله ډله فعاليت نه‌لري.

نوموړي ويلي، د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې، نه يوازې ټي‌ټي‌پي، بلکې هېڅ کومه وسله‌واله ډله افغانستان کې د فعاليت اجازه نه‌لري.

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې پاکستان ادعا کړې له افغانستان څخه ټي‌ټي‌پي پاکستان ته راځي او دغه راز په افغانستان کې پټنځايونه لري.

مجاهد له پاکستان غوښتي، که دوی شک لري چې افغانستان د پاکستان خلاف ډلو ته پنا ورکړې، نو په دې اړه دې خپل استخباراتي معلومات شريک کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نږدې درې اوونۍ وړاندې جګړې وروسته دوه پړاوه مذاکرات وشول، خو لا هم کومې نتيجې ته نه‌دي رسېدلي او بيا به دواړه هېوادونه د خبرو مېز ته کېني.

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف يو ځل بيا له افغانستان څخه غوښتي چې د پاکستان امنيت دې تضمين کړي، خو افغان لوری بيا وايي، له افغانستان څخه هېڅ کوم هېواد ته خطر نشته او له پاکستان يې غوښتي چې خپل کورني مشکلات دې خپله حل کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب