کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ذ.م: بندیزونه د افغانانو په حق کې ظلم دی

د حکومت ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ا.ا.ا د ځینو چارواکو د نوملړ د تازه کولو په غبرګون کې ویلي، چې بندیزونه او تحریمونه بې ګټې دي او هېڅ عملي ګټه نه لري. ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا دا اقدام د افغانانو په حق کې ظلم بللی او ویلي یې دي چې یاد سازمان باید د افغانستان او نړۍ د نږدې کېدو لپاره کار وکړي…

2026-04-14 08:22 85۱ دقیقې لوستل
ذ.م: بندیزونه د افغانانو په حق کې ظلم دی

د حکومت ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ا.ا.ا د ځینو چارواکو د نوملړ د تازه کولو په غبرګون کې ویلي، چې بندیزونه او تحریمونه بې ګټې دي او هېڅ عملي ګټه نه لري.

ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا دا اقدام د افغانانو په حق کې ظلم بللی او ویلي یې دي چې یاد سازمان باید د افغانستان او نړۍ د نږدې کېدو لپاره کار وکړي؛ نه دا چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امنیت شورا د ا.ا.ا د رییس‌الوزرا محمد حسن اخوند اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، او د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري نومونه د بندیزونو په نوملړ کې بدلونونو راوستي چې وړاندې هم په تحریم کې وو.

 پر دغو چارواکو د سفر وسلو بندیزونه ترڅنګ د هغوی شتمنۍ هم کنګل شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب