کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ذ.م: د مذاکراتي ټيم د حيثيت ساتلو په موخه دې ځواکونه له ځوابل بريدونو ډډه وکړي

د حکومت وياند ذ.م پر اېکس ليکلي، له پاکستاني لوري سره افغان پلاوی د دفاع وزیر په مشري نن قطر ته تللی دی. نوموړي د دغه پلاوی د سفر په پار له ځواکونو غوښتي چې له ځوابي بريدونو ډډه وکړي. هغه زياته کړې، افغان پلاوی له وعدې سره سم قطر ته تللی، خو پاکستاني لوري يو ځل بیا پکتيکا کې پر ملکي وګړو بريدونه کړي چې له امله يې ګڼ شم…

2025-10-18 02:15 207۱ دقیقې لوستل
ذ.م: د مذاکراتي ټيم د حيثيت ساتلو په موخه دې ځواکونه له ځوابل بريدونو ډډه وکړي

د حکومت وياند ذ.م پر اېکس ليکلي، له پاکستاني لوري سره افغان پلاوی د دفاع وزیر په مشري نن قطر ته تللی دی.

نوموړي د دغه پلاوی د سفر په پار له ځواکونو غوښتي چې له ځوابي بريدونو ډډه وکړي.

هغه زياته کړې، افغان پلاوی له وعدې سره سم قطر ته تللی، خو پاکستاني لوري يو ځل بیا پکتيکا کې پر ملکي وګړو بريدونه کړي چې له امله يې ګڼ شمېر کسان شهيدان او ټپيان شوي دي.

ذبيح الله مجاهد‌ د پاکستان دغه ډول کړنې غندلي او پاروونکی عمل يې بللی دی.

مجاهد زياته کړې، افغانستان په سيمه‌ييز حل باور لري، خو هر هغه څه چې پېښېږي لامل يې د پاکستان پوځي رژيم دی.

د يادونې ده چې مجاهد د پاکستان خلاف د ځوابي بريدونه د افغانستان حق بللی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب