د حکومت وياند د استانبول مذاکراتو د بې نتيجې پای ته رسېدو په غبرګون کې ويلي، پاکستان کې ځيني پوځي کړۍ هڅه کوي چې افغانستان د خپلو نا امنیو مسوول وښيي.
ذبيح الله مجاهد ويلي، پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې د پاکستاني طالبانو تحريک د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم رامنځته شوی، خو دا خبر غلطه ده او دغه تحريک په ۲۰۰۲ زيږديز کال کې رامنځته شوی دی.
د مجاهد په خبره، د پاکستاني طالبانو د تحريک رامنځته کېدل د پاکستان د پوځ ناسم سياستونه وو.
نوموړي همداراز ويلي، که د پاکستاني طالبانو تحريک د نن خبره وي، نو ولې د پاکستان ډ پوځ زرګونه سرتيري له هغه تحريک سره کلونه وړاندي وژل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه ناندريو وروسته له هغې زور واخيست چې پاکستان کابل کې د نورولي مسيد د وژلو ادعا وکړه، هغه چې نورولي مسيد رد کړه.
که څه هم د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ درې پړاوه مذاکرات وشول، خو د پاکستان د نا مسوولانه غوښتنو له امله یې نتيجه ورنکړه.
د يادونې وړ ده چې حکومت ويلي، له هيڅ چا سره جګړه نهغواړي، خو که بريد پرې کيږي په قاطع ډول د ځواب ورکولو وړتيا لري.
ذ.م: د پاکستان پوځ د خپلو نا امنیو مسوول افغانستان ګڼي
د حکومت وياند د استانبول مذاکراتو د بې نتيجې پای ته رسېدو په غبرګون کې ويلي، پاکستان کې ځيني پوځي کړۍ هڅه کوي چې افغانستان د خپلو نا امنیو مسوول وښيي.ذبيح الله مجاهد ويلي، پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې د پاکستاني طالبانو تحريک د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم رامنځته شوی، خو دا خبر غلطه ده او دغه تحريک په ۲۰۰۲ زيږد…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



