کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ذ.م: پاکستان ته به د تېرې شپې د تېري ځواب په یوه مناسب وخت کې ور کړل شي

کابل (کوه نور، ۴ لیندۍ ۱۴۰۴): د حکومت ویاند، پر خپله اېکس پاڼه د پاکستانیو ځواکونو د تېرې شپې بریدونه، چې ملکي وګړي پکې په نښه شوي وو غندلي او ویلي یې دي، چې افغان حکومت به په یوه مناسب وخت کې د دې تېري ځواب ورکړي. نوموړي د پاکستانیو ځواکونو له لوري پر پکتیکا، خوست او کنر ولایتونو د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د…

2025-11-25 03:40 140۱ دقیقې لوستل
ذ.م: پاکستان ته به د تېرې شپې د تېري ځواب په یوه مناسب وخت کې ور کړل شي

کابل (کوه نور، ۴ لیندۍ ۱۴۰۴): د حکومت ویاند، پر خپله اېکس پاڼه د پاکستانیو ځواکونو د تېرې شپې بریدونه، چې ملکي وګړي پکې په نښه شوي وو غندلي او ویلي یې دي، چې افغان حکومت به په یوه مناسب وخت کې د دې تېري ځواب ورکړي.

نوموړي د پاکستانیو ځواکونو له لوري پر پکتیکا، خوست او کنر ولایتونو د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د فضایي حریم ښکاره نقض او د ټولو نړۍوالو منل شویو اصولو خلاف عمل بللی دی.

هغه زیاته کړې، د پاکستاني پوځیانو دا ډول جنایت نه یوازې کومه لاسته راوړنه نه ګڼل کېږي؛ بلکې یو ځل بیا یې دا ثابته کړې، چې دا بریدونه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او پرته له دې چې وضعیت بحراني کړي، د پاکستان حکومت لپاره رسوایي او ناکامي له ځانه سره لري.

سرچینې وړاندې لیکلي، افغان حکومت د دې سرغړونې او جنایت کلکه غندنه کوي او یو ځل بیا څرګندوي، چې د خپل فضایي او ځمکني حریم دفاع او د خپل ولس ساتنه، خپل شرعي حق ګڼي او په مناسب وخت کې به اړوند ځواب ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب