کابل (کوه نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): د ملي ازموینو ادارې خبر ورکړی، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ به د سږني کال د کانکور ازموینو پایلې اعلان شي.
دې ادارې لیکلي، د سږ کال کانکور ازموینو کې د ۱۰۲ زرو ډېرو ګډون کوونکو له ډلې یواځې ۷۹ زره تنه یې لوړو زده کړو ته بریالي شوي دي.
د دې ادارې مشاور پوهنیار یما امان نن ورځ" چهارشنبه، د سرطان ۲۵مه" کابل کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په اوله ورځ ویلي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینه کې ۱۰۲ زره او ۱۶۹ کسانو برخه اخیستې وه.
امان ویلي، د دغه شمېر کانکور ورکوونکو له ډلې یواځې ۷۹ زره تنه لوړو زده کړو ته بریالي شوي او پاتې ۳۳ زره او ۵۵۰ تنو یې نیمه لوړو زده کړو ته لار پیدا کړې ده.
هغه همدارنګه ویلي، سږکال د هېواد په ۴۰ حوزو کې د کانکور ازموینه اخیستل شوې او پر وینا یې چې راتلونکی کال به د بدخشان په ګډون د هېواد په ۴۱ حوزو کې د کانکور ازموینې واخیستل شي.
د ملي ازموینو ادارې سرپرست عبدالباقي حق.اني چې په دغه غونډه کې یې ګډون درلود ویلي، تېر یو کال کې د هېواد په مرکز او نورو ولایتونو کې د کانکور ۷۰ ډله ېیزې ازموینې اخیستل شوي چې په مجموعي توګه پکې ۲۱۰ زره او ۹۶۱ کسانو برخه اخیستې وه.




