کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روان کال د حیرتان بندر له لارې ۲،۸ میلیونه ټنه صادرات او واردات شوي

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د روان ۱۴۰۲ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې ۲،۸ میلیونه ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.  دغې ادارې نن چهار شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.  د بلخ ولایت د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر مولوي محمد شفیق محمود وايي، دا مهال په منځنۍ ک…

2024-02-27 22:59 146۲ دقیقې لوستل
روان کال د حیرتان بندر له لارې ۲،۸ میلیونه ټنه صادرات او واردات شوي

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د روان ۱۴۰۲ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې ۲،۸ میلیونه ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي. 

دغې ادارې نن چهار شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي. 

د بلخ ولایت د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر مولوي محمد شفیق محمود وايي، دا مهال په منځنۍ کچه د حیرتان بندر له لارې د ورځې شاوخوا لس زره ټنه صادرات ـ واردات او ټرانزیټ ترسره کېږي.

د هغه په خبره، په تېر ۱۴۰۱ کال کې د حیرتان بندر له لارې ۳،۴ میلیونه ټنه صادرات او واردات شوي وو.  

نوموړی زیاتوي، د حيرتان د اوسپنې پټلۍ په بشپړ ترمیم او فعالېدو سره به سوداګرو ته لا زياتې اسانتیاوې برابرې شي. 

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د حيرتان - مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ پروژې د بيارغونې چارې تېره اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې، چې د درې مياشتو په موده کې به د ياد مسير ریلي او غير ریلي برخې په بشپړ ډول ورغول شي. 

روان کال د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په یوه کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱،۹ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب