عامې روغتيا وزارت ويلي، د روان ميلادي کال له پيل راهيسې په ټول هېواد کې د شري ناروغۍ ۵۲۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او دغه راز په همدې موده کې له پنځه کالو کم عمره ۷۵ ماشومان هم د يادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
ورته مهال بيا د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ صندوق ويلي، د شري ناروغۍ پېښې د تېر (۲۰۲۳) کال په پرتله ډېرې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېر ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې په ټول هېواد کې د شري ناروغۍ شاوخوا درې زره پېښې ثبت شوې وې چې د سږ کال په پرتله يې شمېر کم دی.




