د اوبو او انرژۍ وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی چې روان ۱۴۰۳ کال کې پکتیا کې د څه کم ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي روان کال کې د یاد ولایت د مرکز ګردېز سربېره په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې د ۳۸ میلیونه ۹۳۵ زره ۹۳۲ افغانیو په ارزښت بېلابېلو پروژو په کار پیل کړی دی.
د سرچینې په وینا په دغه پروژو کې د کارېزونو او د څښاک پاکو اوبو له پاره د څاګانو د بیارغونې کارونه شامل دي.
دغه پروژې د پکتیا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې د (FEO) او (UNDP) مووسسو په همکارۍ پلې شوې وې چې پکې ګڼ شمېر خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شوې وه.




