د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت سرپرست نجیب الله حیات حقاني خوست ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې د دغه ولایت د خلکو د اړتیا او په مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه هلته ۴۶ مخابراتي سایټونه جوړېږي.
حقاني ویلي دغه مخابراتي سایټونه د خوست ولایت د مسوولانو په غوښتنه او په مخابراتي برخه کې د یاد ولایت د خلکو د ستونزو د حل په موخه جوړېږي.
د خوست ولایت مقام تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې دغه ولایت کې د مخابراتو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شوي خو په ځینو سیمو کې لا هم په یاده برخه کې خلک له ستونزو سره مخ دي.
مسوولانو ویلي د دغه سایټونو پر فعالېدو سره به د خوست د لري پرتو سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي.
باید وویل شي چې تېره ورځ د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت سرپرست پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال هم یاد ولایت کې د ۴۸ نویو مخابراتي سایټونو د فعالولو خبر ورکړی وو.




