کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روان کال کې د هېواد په وارداتو او صادراتو کې ۱۴ سلنه کموالی راغلی

د احصایې او مالوماتو ادارې خبر ورکړی چې د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په اوږدو کې د هېواد په صادراتو او وارداتو کې د تېر کال په نسبت ۱۴ سلنه کموالی راغلی دی. د یادې ادارې لخوا په خپرو شوو ارقامو کې راغلي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍ میاشت کې د هېواد صادرات د تېر ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په پرتله ۱۴,۴ میلیونه ډالر کم شوي د…

2025-05-20 20:37 73۲ دقیقې لوستل
روان کال کې د هېواد په وارداتو او صادراتو کې ۱۴ سلنه کموالی راغلی

د احصایې او مالوماتو ادارې خبر ورکړی چې د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په اوږدو کې د هېواد په صادراتو او وارداتو کې د تېر کال په نسبت ۱۴ سلنه کموالی راغلی دی.

د یادې ادارې لخوا په خپرو شوو ارقامو کې راغلي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍ میاشت کې د هېواد صادرات د تېر ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په پرتله ۱۴,۴ میلیونه ډالر کم شوي دي.

د دغه ادارې ویاند محمد حلیم رافع ویلي چې په همدې موده کې د هېواد په وارداتو کې هم ۱۶۰,۳ میلیونه ډالر کموالی راغلی دی.

رافع وایې د تېر کال په کب میاشت کې د هېواد د صادراتو مجموعي قیمت ۱۰۰,۱ میلیونو ډالرو ته رسېده چې د روان ۱۴۰۴ کال کب میاشت کې پکې ۱۴,۴ میلیونه ډالر کموالی راغلی دی.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان په دغه صادراتو او وارداتو کې د کموالي راتللو لامل د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالی، د تازه مېوو او د صادراتي فصل نشتوالی یادوي خو ډاډ یې ورکړی چې د هېواد د صادراتو په ډېروالي کې بشپړه هڅه کوي.

د دغه خونې مرستیال محمد یونس مومند هم له رسنیو سره په خبرو کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د کموالي یو لامل د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د ترانزیټي لارو پر فعالیت اغېزه یاده کړې ده.

بل پلو د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده هم ویلي چې په صادراتو او وارداتو کې د کموالي راتللو یو عمده لامل د تورخم بندېدل او د واګه بندر تړل دي.

د حاجي زاده پر وینا د هېواد تر ټولو غوره صادرات هندوستان ته کېدل چې د واګه بندر له تړلو سره د هېواد په صادراتو کې کموالی رامنځته شو.

هېره دې نه وي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال وري میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب