کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسان: د کرومايټ د استخراج په بدل کې د هرات تورغونډۍ ريل پټلۍ جوړولو ته چمتو یو

د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وايي، په روسيه کې د کرومایټو د توليد میدیورال شرکت مرستیال ایګوار یادسینکو د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار سره کتلي دي. اعلامیه زياتوي، هغه په دغه لیدنه کې د افغانستان معادنو په ځانګړې توګه د هرات- تورغونډۍ ریل پټلۍ د جوړولو په بدل کې د افغانستان کرومایت کان را سربیره کولو…

2023-09-14 05:20 88۲ دقیقې لوستل
روسان: د کرومايټ د استخراج په بدل کې د هرات تورغونډۍ ريل پټلۍ جوړولو ته چمتو یو

د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وايي، په روسيه کې د کرومایټو د توليد میدیورال شرکت مرستیال ایګوار یادسینکو د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار سره کتلي دي.

اعلامیه زياتوي، هغه په دغه لیدنه کې د افغانستان معادنو په ځانګړې توګه د هرات- تورغونډۍ ریل پټلۍ د جوړولو په بدل کې د افغانستان کرومایت کان را سربیره کولو ته علاقه وښوده.

په اعلامیه کې راغلي، د هرات والي ډاډ ورکړ چې اوسمهال هیواد کې د امنیت ټینګښت سره د پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره شوې او اسلامي امارت د ټولو داخلي او بهرنیو پانګوالو څخه ملاتړ ته ژمن دی.

 کرومایټ د افغانستان د قیمتې ډبرو له جملې څخه دي.

دغه ډبرې تر ډېره په لوګرو، کابل، خوست، پروان، ميدان ورګ، هرات او نورو ولایتونو په غرونو کې پيدا کېږي.

د کرومايټ له ډبرو څخه د اوسپنې او نورو فلزاتو په پياوړي کولو کې ګټه اخيستل کېږي.

افغان حکومت په وروستيو کې د کانونو استخراج ته پاملرنه زياته کړې ده.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې اوس يې تر ډېره د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه نيولې ده.

د دغه وزارت په وينا، د کانونو د استخراج لپاره یې ځانګړې تګلاره جوړه کړې او ټولې چارې یې د قانون مطابق تر سره کېږي.

څو ورځې وړاندې له يو شمېر داخلي، چينايي، ایراني، ترکي او برېتانيي شرکتونو سره د شپږ لويو کانونو د استخراج تړونونه لاسليک کړل.

تر اوسه معلومه نه ده، چې افغان حکومت به د هرات ـ تورغڼدۍ د رېل پټلۍ د جوړولو په بدل کې روسیې ته د کرومایټ د استخراج اجازه ورکړي او که نه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب