کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روغتیا سازمان: له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې له پاکستانه راستانه شویو ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د لازمو روغتیایي خدمتونو برابرولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده. د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، اټکل کوي، چې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په پایله کې به شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په زور یا په رضا افغانس…

2023-11-16 20:39 136۱ دقیقې لوستل
روغتیا سازمان: له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې له پاکستانه راستانه شویو ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د لازمو روغتیایي خدمتونو برابرولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، اټکل کوي، چې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په پایله کې به شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په زور یا په رضا افغانستان ته ستانه شي.  

دغه سازمان زیاته کړې، چې افغانستان ته د دغه شمېر کسانو ناڅاپي راتګ د پولیو په ګډون د نورو ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي. 

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته. 

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر اوسه یې له یولک او ۱۲زره راستنو شویو افغانانو سره د خوړو او نقدو پیسو مرسته کړې ده.  

یادې ادارې په عین حال کې غوښتنه کړې، چې له یو میلیون نورو راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. د

 کډوالو او بطرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې ۴۰۰ زره افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب