د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مرستیال رووف مازو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
ښاغلي مازړ له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې د هغو افغانانو د لېږد بهیر چټک کړي چې په پاکستان کې دې هېوادونو ته د تګ په تمه دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي اسلام اباد ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د نویو حل لارو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کډوالو د داوطلبانه راستنېدو لپاره باید زمینه برابره شي.
د راپور پر بنسټ، نوموړي د دغه سفر پر مهال له بېلابېلو پاکستاني چارواکو سره پر دغو ستونزو خبرې کړې دي.




