د سرپرست حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند، د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې ده.
ارګ وايي، رئیس الوزراء نن د چین د نوي سفیر په پېژند غونډه کې ویلي، چې دوی په تېرو کلونو کې له چین سره غوره سوداګریزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې درلودې او هیله لري چې په دې برخه کې لا کوټلي ګامونه واخیستل شي.
په همدې حال کې د چین نوي سفیر جاو شینګ ویلي چې هېواد یې د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او پرېکړو ته درناوی لري او هیڅ وخت یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
نوموړي ویلي، چین نه غواړي افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده اړیکو په جوړولو کې خپل رول په ښه شکل ادا کړي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې رئیس الوزارء نن د چین د نوي ټاکل شوي سفیر باورليک ومانه او جاوشينګ په کابل کې خپله دنده پیل کړه.
که څه هم چین د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو له تېرو دوه کلونو راهيسې يې په کابل کې سفارت پرانيستی دی.
تر دې وړاندي وانګ يي په کابل کې د چین د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.




